د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې به د ملګرتيا نړيواله ورځ (نن) لمانځلې شي

اسلام آباد 29 جولائي (اے پی پی) د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې به د ملګرتيا نړيواله ورځ ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ لمانځلې شي۔ د دې ورځې د لمانځلو مقصد د ملګرتيا اهميت رامخې ته كول دي۔ د امريكې پشمول په يو شمېر نورو هېوادونو كښې دا ورځ د كال 1919م څخه لمانځلې شي۔ په 27 اپرېل 2011م د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په باقاعده توګه د جولائي په 30مه نېټه د دې ورځې د لمانځلو پرېكړه كړې وه ۔ د دې ورځې په مهال به په ټوله نړۍ كښې دستورې كولې شي