د وړومبۍ ورځې نه مو د جے آئي ټې په طرز عمل او طريقه كار اعتراضونه كړې وو

اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلې دي د وړومبۍ ورځې نه مو د جے آئي ټې په طرز عمل او طريقه كار يو شمېر اعتراضونه كړې وو٬ كله هم موڼږ محسوس كړې چې بې ضابطګي شوې كومې څخه چې مونږ ته ښكارېده چې دا يو اړخيزه كاروائي ده نو مونږ د خپلو تحفظاتو څرګندوه كړې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ نجي ټي سره په خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل دا يو قانوني جنګ دے كوم چې به په ښه ډول تر سره كولې شي٬ زمونږ مخالفينو دې معاملې ته سياسي رنګ وركړې او د فائدې پورته كولو هڅې كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل حكومت د جے آئي ټي راپور د لوستلو نه غېر نه دے رد كړې بلكې د لوستلو نه پس ئې رد كړے او زمونږ وكيلان به خپل دريځ په ستره محكمه كښې وړاندې كوي۔ وفاقي وزير ووئيل د عدالت پرېكړې منل پكار وي او دا د ټولو ذمه واري هم ده ۔ده ووئيل مسلم لیګ (ن) د عدالتونو احترام كوٶنكې ګوند دے۔ ده زياته كړې چې په دې ټوله معامله كښې د ټولو نه مهم بيان د قطر د شهزاده ٶ او دې لپاره د ھغه بيان اخستل لازمي پكار ٶ۔ ده ووئېل د منصور اعجاز وېډيو بيان اخستې كېدې شو نو د قطر د شهزاده بيان هم اخستې كېدې شو٬ كوم چې جے آئي ټي نه دې اخستې ځكه مونږ نامكمله راپور رد كوٶ۔