د وفاقي كابينې ٬ مسلم ليګ (ن) پارلماني ګوند نه پس د حكومتي اتحاديانو هم په وزيراعظم محمد نواز شريف د بشپړ باور څرګندونه ۔ د اپوزيشن ځينې ګوندونو لخوا وزیراعظم محمد نواز شریف څخه د استعفی غوښتنه جواز نه لري۔

اسلام آباد ۔ 16 جولائی (اے پی پی) د وفاقي كابينې ٬ مسلم ليګ (ن) پارلماني ګوند څخه ورستو حكومتي اتحاديانو هم په وزيراعظم محمد نواز شريف د بشپړ باور څرګندونه كړې او د اپوزيشن ځينې ګوندونو وزیراعظم محمد نواز شریف څخه د استعفی غوښتنه جواز نه لرونكې ګرځولې۔ په پانامه د جے آئي ټي راپور په راتلو ځينو ګوندونو وزيراعظم څخه د استعفی غوښتنه وكړه نو تر ټولو اول عوامی نېشنل ګوند او قامي وطن ګوند ددې مخالفت وكړو۔ دې نه وړاندې د وفاقي كابينې غونډه كښې په وزيراعظم د كلك باور څرګندونه وشوه۔ دې څخه وروستو د مسلم لیګ (ن ) د قامي اسمبلۍ پارلماني غړو او سېنېټ كښې غړو هم په نواز شريف د بشپړ باور څرګندونه وكړه۔ دغسې د حكومت اتحادي ګوند پشتونخوا ملی عوامی ګوند مشر محمود خان اچکزئی هم په وزيراعظم د باور څرګندونه كړې۔ دې څخه وروستو د جمعيت علماﺀ اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن د نواز شريف د ملګرتيا كولو اعلان وكړو او اوس د يو بل اتحادي ګوند نېشنل ګوند صدر ميرحاصل بزنجو هم په نواز شريف د باور څرګندونه كړې۔ دې لارښودو وئيلي چې د جے آئي ټي په راپور تحفظات سم دي۔