د وزيراعظم محمد نواز شريف د مالديپ دوره د اهميت وړ ده

اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي)په مالديپ كښې د پاكستان سفير وائس اېډمرل(ر)خاور علي شاه وئېلي دي د وزيراعظم محمد نواز شريف درې ورځنۍ دوره د مالديپ ډېره مهمه ده٬پاكستان د كار استعداد زياتولو او پرمختګ كښې د مالديپ پشمول د منطقې وړو هېوادونو مرسته كوي۔د شورو په ورځ پاكستاني سفير پھ خپله يوه مركه كښې ووئيل پاكستان مالديپ كښې د مېډيكل پوهنتون جوړولو لوظ كړی۔د وزيراعظم د دورې پھ مهال په دې لړ كښې يو يادښت هم لاس ليك شوے۔دې سره سره وزيراعظم مالديپ كښې د زده كړی په اړه د مرستې په غرض 12 پوهنتونونو سره اېم او يوز هم لاس ليك كړي۔سفير ووئيل د مالديپ 52مې آزادۍ ورځې په موقع وزيراعظم ته د خاص مېلمه په حېث بلنه وركول پاكستان لپاره د درناوي خبره ده۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل سارك فورم بايد د يو فعال تنظيم په توګه كار وكړي ولې هند د دې كار سبوتاش كړی۔ده ووئيل هند بايد خپله رويه بدله كړي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب سفير ووئيل سېلګري هغه څانګه ده كومه كښې چې دواړه هېوادونه شريكې مرستې له بلها موقعې لري۔ده ووئيل مالديپ كښې 150 زره كسان دې څانګې سره تړلې دي۔دوي زمونږ د ځوانانو غوره تربيه كولې شي۔