د وزيراعظم سلاكار عرفان صديقي د مشر خبريال او ليكوال اصغر شاد په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه

اسلام آباد ۔ 16جولائی (اے پی پی) قامي تاريخ او ادبي ورثې لپاره د وزيراعظم سلاكار عرفان صديقي د مشر خبريال او ليكوال اصغر شاد په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې۔ د اتوار په ورځ د غمجنې كورنۍ په نامه د غمرازۍ خپل پېغام كښې عرفان صديقي ووئيل ارواښاد يو پوهه خبريال او د يو ښه ليكوال كېدو سره سره سماجي كاركن هم وو۔ د انسانيت خذمت ٬ د حاجتمندو مرسته او د خېر كارونو جذبې په ډول صفاتو دې يو ځانګړې شخصيت جوړ كړے وو۔ د ده كمې به تر اوږدې مودې محسوسېږي۔ ده دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔