د هند آسام رياست كښې د سېلاب له امله 76 كسان مړه شوي، د ځپليو شميره 90 زره ته رسيدلې

ګوهاټی 24 جولائی (اے پی پی) د هند آسام رياست كښې د سيلاب له امله 76 كسان مړه شوي دغسې د ځپليو شميره 90 زره ته رسيدلې۔د هند ميډيا له مخې د بارانونو او سيلاب له امله تر ټولو زيات ځپلې شويو ضلعو كښې لاکھم پور، بسوا ناتھ، بارپیتا، موری ګاؤں، ناګاؤں، ګولاګھاټ، جوهاټ، سیواساګر او کریم ګنج شامل دي۔ د آسام سټيټ ډیزاسټر منیجمنټ اتھارټی له مخې د ریاست 224 كليو او په 16 زره ایکړه زمكه ولاړ فصلونو ته هم زيان رسيدلې