د مېرمنو قامي لوبډله فيډ كپ كښې ګډون لپاره تاجكستان ته ورسېده

اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) د مېرمنو قامي لوبډله فيډ كپ كښې ګډون لپاره تاجكستان ته رسېدلې۔ د پاكستان ټېنس فېډرېشن چارواكو له مخې فيډ كپ به د 18 نه تر 22 جولائي په تاجكستان كښې كېږي چې پكښې به په ايونټ كښې درې لوبغاړې او يو آفيشل د پاكستان نمائندګي كوي۔ په لوبغاړو كښې ساره محبوب خان٬ معين آفتاب او اوشنه سهېل او دغسې په افيشل كښې انعام الحق د نان پلائنګ كېپټن په توګه لوبډلې سره دے۔