د مېرمنو د كركټ په نړيوال كپ كښې به ﴿نن﴾ وروستي څلور مېچونه كېږي

لندن 14 جولائي (اے پي پي) د مېرمنو د كركټ په نړيوال كپ كښې به ﴿نن﴾ د خالي په ورځ وروستي څلور مېچونه كېږي۔ د خبر له مخې په انګلستان كښې د مېرمنو د كركټ نړيوال كپ روان دے او ﴿نن﴾ د خالي په ورځ به څلور وروستي مېچونه كولې شي۔ وړومبې مېچ به د آسټراليا او سوئيلي افريقېِ٬ دويم به د انګلستان او وېسټ انډيز٬ دريم به د هند او نيوزي لېنډ او څلورم مېچ به د پاكستان او سري لنكا ترمېنځه كېږي۔ د يادونې وړ ده چې د اسټراليا او انګلستان لوبډلې د وړاندې نه سيمي فائنل ته رسېدلې دي