د مېرمنو د كركټ په نړيوال كپ كښې به پاكستانې لوبډله ﴿نن﴾ د سري لنكا په ضد مېچ كوي

لندن 14 جولائي (اے پي پي) د مېرمنو د كركټ په نړيوال كپ كښې به پاكستانې لوبډله ﴿نن﴾ د خالي په ورځ د سري لنكا په ضد مېچ كوي۔ په دې كپ كښې د پاكستانې لوبډلې كاركردګې ډېره ناقص پاتې شوې او پرله پسې په شپږو مېچونو كښې ماتې سره مخ شوې۔ قومي لوبډله د اېونټ نه بهر شوې۔ د دې نړيوال كپ وړومبې سيمي فائنل به د جولائي په 18مه نېټه٬ دوهم به د جولائي په 20مه نېټه كولې شي۔ فائنل به د جولائي په 23مه نېټه كېږي