د مېرمنو د كركټ په نړيوال كپ كښې به د انګلستان او د سوئيلي افريقې ترمېنځه وړومبې سيمي فائنل ﴿نن﴾ كېږي

لندن 17 جولائي (اے پي پي) د مېرمنو د كركټ په نړيوال كپ كښې به د انګلستان او د سوئيلي افريقې د لوبډلو ترمېنځه وړومبې سيمي فائنل ﴿نن﴾ د نهې په ورځ كېږي۔ د خبر له مخې د مېرمنو د كركټ نړيوال كپ خپل وروستې پړاؤ ته ورداخل شوے۔ د دې نړيوال كپ وړومبې سيمي فائنل به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ د كوربه لوبډلې انګلستان او د سوئيلي افريقې ترمېنځه په برسټول كښې كېږي۔ دويم سېمي فائنل به د جولائي په 20مه نېټه د دفاعي چېمپئن آسټراليا او هند ترمېنځه كېږي۔ د كپ فائنل به د جولائي په 23مه نېټه كېږي