د مسلم لیګ (ن) كانديد ډاکټر آصف کرماني پنجاب كښې د سېنېټ په جنرل چوكۍ بې له سيالۍ د ټاكلې كېدو امكان دے

اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د مسلم لیګ (ن) كانديد ډاکټر آصف کرماني پنجاب كښې د سېنېټ په جنرل چوكۍ بې د سيالۍ نه د ټاكلې كېدو امكان دے ٬ د ھغه په مقابل كښې د آزاد كانديد لخوا جمع كړېشوې د نامزدګۍ كاغذونه رد كړې شوې دي خو د دې پرېكړې په ضد د اپيل حق كانديد ته ترلاسه دے۔ د زيارت په لاهور كښې د صوبائي الېكشن كمېسون كمشنر د سناتور ظهيرالدین بابراعوان استعفیٰ څخه په خالي شوې چوكۍ د كاغذونو د سكروټني پړاو ترسره كړو ۔ په دې چوكۍ درې كانديدانو د نامزدګۍ كاغذونه جمع كړې وٶ چې پكښې د پاكستان مسلم ليګ (ن) دوه كانديدان ډاكټر آصف سعید کرماني او محمد نعمان او يو آزاد كانديد سرفراز قرېشي شامل ؤ۔ د جانچ پړتال نه پس د آصف کرمانی او محمد نعمان د نامزدګۍ كاغذونه منظور او د سرفراز قرېشی د نامزدګۍ كاغذونو تجویز کنندہ او تائید کنندہ نشتوالي په سوب نامنظور ورګرځولې شول۔ په دې موقع د مسلم ليګ (ن) كانديد محمد نعمان د نامزدګۍ خپل كاغذونه بېرته واخستل۔ د ټاكنو كمېسون قانون سېكشن 15 له مخې كانديد د سكروټني په وخت يا د ټاكنو شېډول كښې د نامزدګۍ خپل كاغذونه تر بېرته اخستو نېټې د واپس اخستو درخواست ريټرننګ افسر سره جمع كولې شي