د مسجد الاقصی صورتحال څخه د اسرائيل او فلسطين ترمينځه مذهبي شخړه رامخې ته كېدې شي۔ ملګري ملتونه

نیویارک ۔ 26 جولائی (اے پی پی) منځني ختيز كښې امن په ځائې كولو له د ملګرو ملتونو نمائنده خبردارې وركړې چې د مسجد الاقصی صورتحال څخه د اسرائيل او فلسطين ترمينځه مذهبي شخړه رامخې ته كېدې شي۔ د ابلاغ ذريعو ترمخه منځني ختيز كښې د امن عمل په ځائې كولو لپاره د ملګرو ملتونو خصوصي رابطه كار مېكولے ملادينوف سلامتي كونسل كښې وئيلي چې په دې سيمه كښې امن په ځائې كولو له د اوږدې مودې څخه روانې هڅې كاميابې شوې نه دي او سيمه كښې د تشدد په اوسنيو پېښو كښې د دواړو اړخونو كسان وژل شوي دي۔ ده په اسرائيل زور راوړو چې هغه دے د بشري حقونو او د انسانيت په نړيوال قانون عملدرآمد له خپلې ذمه وراۍ ترسره كړي۔ ده په فلسطيني مشرتابه هم زور راوړو چې وړاندې څخه راروان كړكېچن چاپېرچل كښې دې اشتعال خپرونكو بيانونو څخه ډډه وكړي