د مذهب په نامه د جرمونو مرتكب عناصر د اسلام حقيقي څېره وړاندې كولې نه شي- سفير اعزاز چوهدري

اسلام آباد ۔ 16 جولائی (اے پی پی) امریکا كښې د پاكستان سفير اعزاز چوهدري وئيلي چې د مذهب په نامه د جرمونو مرتكب عناصر د اسلام حقيقي څېره رامخې ته كولې نه شي۔ ورجینیا كښې يوې دستورې ته خپل خطاب كښې ده ووئيل اسلام د امن ٬ مينې او زغم مذهب دے۔ ده ووئيل امريكا كښې مېشته پاكستانيان امريكا كښې د ژوند په بېلو څانګو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده په پاكستاني كميونټي زور راوړو چې دوئي دې د دواړو هېوادونو ترمينځھ د پل كردار ترسره كړي