د قطر معتمرینو او حجيانو له به هر ډول اسانۍ وركولې شي،سعودی عرب

ریاض 22 جولائی (اے پی پی) د سعودی عربستان د حج او عمرې وزارت اعلان كړې چې د مونږ به قطر حج كونكو، معتمرینو هركلې كوو او هغوي له به هر ډول اسانۍ وركولې شي۔ د العربیه ټي وي له مخې د وزارت په بيان كښې وئيلي شوي چې د قطر وروڼو لخوا د عمرې كولو خواهش پوره كولو له د حج او عمرې وزارت دا خبره باوي كوي چې دغه وګړي د كومې هم فضائی كمپنۍ د لارې څه وخت هم عمرې كولو له راتللې شي۔ د قطر وګړي د جدې شاه عبدالعزیز هوائي ميدان او د مدینې منورې شهزاده محمد بن عبدالعزیز هوائي ميدان د دلارې تلې راتلې شي۔ د وازرت له مخې د حج فریضه ادا كولو له د قطر وكړي او قطر كښې مېشته كسان كوم چې د حج پرمټ لري او حج الكټرونك روټ كښې رجسټرډ دي ، هغوي د قطر حكومت د اړخه ټاكلې شوي فضائی پروازونو د لارې راتلې شي د كومو كمپنیو منظوری چې د سعودی سول ایوی ایشن اتھارټی لخوا وركړې شوي۔