د عمران خان د اړخه سپریم کورټ كښې جمع کړې شوي دستاویزات كښې د مني ټريل ثبوت نشته او نه دغه دستاویزات تصدیق شوې دي چې فلیټ اخستلې شوې

APP28-23 ISLAMABAD: July 23 – Minister of State for CADD Dr Tariq Fazal Chaudhry addressing press conference. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 23 جولائی (اے پی پی) د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښودو وئيلي دي د عمران خان د اړخه سپریم کورټ كښې جمع کړې شوي دستاویزات كښې د مني ټريل ثبوت نشته او نه دغه دستاویزات تصدیق شوې دي چې فلیټ اخستلې شوې اوس وائي بانك څخه مورګیج شوې وو او د فلیټ اخستلو لپاره د يو لاكه 17 زره پاؤنډ کوم حساب کتاب نشته، عمران خان ټول دروغ وائي ٬ وزیراعظم د خپلې اقامې په اړه هيڅ نه دي پټ كړي بلکه د هغې تفصیلات ئې الیکشن کمېشن ته وركړي، په وزیراعظم نيغ په نيغه د اختیارات ناجائز استعمال او د کرپشن کوم ثبوت نشته او وزیراعظم چرې هم د خپل منصب څخه ناجائز ګټه نه ده پورته كړي، وزیراعظم د خپلو درې نسلونو حساب وركړې ٬ عمران خان د خپل ځان حساب هم نه شي وركولې، په مونږ تور دې مونږ 50 كاله پخوانې ریکارډ نه شو وركولې دغسې هغه يواځې د يوې كمپنۍ حساب نه شي وركولې ٬ په نورو ټكونه كونكې عمران خان د خپل حساب وركولو څخه تښتي ٬ په بنیادی توګه عمران خان سیاسی میدان كښې ماتې سره مخ شوې او بيا به هم ماتې سره مخ كېږي۔ د اتوار په ورځ پریس کنفرنس ته په خپل خطاب کښې د كيډ دوهم وزير ډاکټر طارق فضل چوهدری ووئيل د هغه ورځ نه تر نن عمران خان او تحریك انصاف د بدتميزۍ هغه طوفان پيل كړې او وائي چې وزیراعظم منی ټریل وركولو كښې ناکام شوې او ټیکس ئې غلا كړې دغسې نن هغه پخپله سپریم کورټ ته وائي زه د فلیټ اخستلو او د روپو وركولو تفصیلات او دستاویزات نه لرم۔ ده ووئيل يو پلو وزیراعظم او د هغه كورنۍ د خپلو درې نسلونو د 50 كالو حساب وركوي او 1960ء نه تر اوس ئې د خپلې كورنۍ د کاروبار تفصیلات فراہم وركړي دغسې عمران خان د تيرو 20 كلونو راهسې يواځې د خپل ځان حساب هم نه شي وركولې كوم چې ښكاره فرق دے۔ ده ووئيل وزیراعظم محمد نواز شریف اعلان کړې وو چې زه به حساب وركوم كومه چې د هغه د دیانتدارۍ مثال دے۔ډاکټر طارق فضل چوهدری ووئيل سپریم کورټ په 5مه ورځ په خپل سماعت كښې وئيلي وو چې جے آئی ټی په وزیراعظم نيغ په نيغه د اختیارات ناجائز استعمال او کرپشن کوم ثبوت نه دې لګولې او نه وزیراعظم چرې د خپل منصب څخه ناجائز ګټه پورته كړي۔ده ووئيل په بنیادی توګه عمران خان سیاسی میدان كښې ماتې سره مخ شوې او بيا به هم ماتې سره مخ كېږي۔ ده ووئيل سپریم کورټ چې كومه هم پريكړه وكړه هغه به منلې شي او هغه به د حق او رښتيا رپريكړه وي، په وزیراعظم په كوم هم دور كښې څه تور نه دې لګيدلې هغه به اوس هم بريالې كېږي۔ پریس کنفرنس ته په خپل خطاب کښې د مسلم لیګ (ن) لارښود او د قامی اسمبلۍ غړي دانیال عزیز ووئيل وزیراعظم د خپلې اقامې په اړه كوم څيز پټ كړې نه دې بلکه د هغې تفصیلات ئې الیکشن کمېشن ته وركړي۔ ده ووئيل د وزیراعظم په اړه د آف شور کمپنۍ د مالك كيدو خبرې غلط دي او د اټارنی جنرل موقف هم د سپریم کورټ په ریکارډ شته چې په دې اړه کوم قانونی ممانعت نشته او پانامه پیپرز سماعت په مهال په دې كومه پوښتنه هم نه ده شوي۔ ده ووئيل د وزیراعظم د آف شور کمپنۍ د مالك كيدو تاثر غلط دے۔