د سېنېټ دفاعي پیداوار لپاره د قائمه كمېټۍ په غونډه كښې په ګوادر كښې د شپ يارډ جوړولو لپاره د ځاې بېلولو

اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ د دفاعي پیداوار قائمه كمېټۍ په غونډه كښې په ګوادر كښې شپ يارډ جوړولو لپاره د ځاې بېلولو٬د ګوادر سټېټ آف دي آرټ يا شپ يارډ جوړولو د هڅو زياتولو د پاكستان آرډيننس فيكټري٬ايروناټيكل كمېپلېكس كامره٬اېن آر ټي سي او د اېچ آئي ټي پشمول د دفاعي پیداوار ادارو د كاركردګۍ او پیداوار زياتولو له د مشينرۍ د اپ ګرېډېشن او انفراسټركچر لپاره د ضروري فنډ وركولو وړاندېز وكړې شو۔د شورو پھ ورځ د كمېټۍ غونډه د كمېټۍ چيئرمېن لېفټيننټ جنرال(ر)عبدالقيوم په مشرۍ كښې د پارلمان په ودانۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د دفاعي پیداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن٬د پاكستان آرډيننس فيكټرۍ چيئرمېن٬د اېچ آئي ټي چيئرمېن٬د كراچۍ شپ يارډ اېم ډي٬د ايروناټيكل كمپلېكس كامره چيئرمېن٬د اېن آر ټي سي اېم ډي٬د دفاعي پیداوار وزارت اېډېشنل سېكتر٬د كمېټۍ غړو روبينه خالد٬ميا عتيق٬سحر كامران او د نذهت صادق نه علاوه د دفاعي پیداوار د وزارت اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔د كمېټۍ غونډې ته د پي او اېف چيئرمېن بريفنګ وركړو او وې وئېل چې د پي او اېف پھ هره څانګه كښې ځانګړی بهتري راغلې٬پي او اېف د هېواد او صوبو ضروريات پوره كولو سره سره د وړې وسلې ايكسپورټ هم كوي او د تېرو څلورو كلونو په مهال ايكسپورټ هم په څو چنده زيات شوې۔ده ووئيل چې مونږ افرادي قوت هم لرو٬زمونږ كارخانې د 18 نه تر 20 ساعتونو چلېږي خو زمونږ په كارخانو كښې مشينري 40 كاله پخوانۍ ده۔د دې د اپ ګرډ كولو ضرورت دې دې سره به آمدن هم زيات شي۔پھ دې موقع د دفاعي پیداوار وفاقي وزير كمېتۍ ته ووئيل چې د اپ ګرېډ كولو تجويز د وزارت څخه لېږلې شوې۔په غونډه كښې پھ نورو بېلا بېلو چارو هم غور وكړی شو