د سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښی د كابينه اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه

APP55-25 ISLAMABAD: July 25 - Finance Minister, Senator Mohammad Ishaq Dar chairing ECC meeting at the Prime Minister's Office. APP

اسلام آباد۔25جولائی(اے پی پی) د كابينه اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي) غونډه د خزانې وفاقي وزير سېناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښی وشوه۔ غونډه كښې ای سی سی د پاور هولډنګ پرائيوېټ لمېټډ لپاره په څلورو منصوبو كښې د 30.95 ارب روپو ٬ 40 ارب روپو ٬ 25 ارب روپو او د 15 ارب روپو مالي اسانۍ له د خزانې وزارت لخوا د ګارنټيز جاري كولو منظوري وركړه۔ ای سی سی پاور هولډنګ پرائيوټ لمېټډ لپاره د 82 ارب روپو مالي اسانۍ په لړ كښې ګرېس پیریډ كښې د پراختيا په اړه وړاندېز هم منظور كړې۔ دې سره سره غونډه كښې د پرائیوټ سېکټر ټرانسمېشن لائن پراجېکټ 2015 او پراجېکټ سپیسیفک ټرانسمېشن سروسز اېګریمنټ ترسېوري لاندې د معياري عملدرآمد لوظنامې هم منظوري وركړه۔