د سعودي ولي عهد سره د امريكې خارجه وزير ملاقات وكړو

جده 13 جولائی (اے پي پي) د سعودي ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان سره د امريكې خارجه وزير ریكس ټلرسن ملاقات وكړو۔د العربيه ټي وي له مخې دوي د دوارو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو او د بېلا بېلو چارو جاج واخستو۔شهزاده محمد او ريكس ټلرسن د مينځني ختيز په پېش رفت او د انتهاخوښۍ او ترهه ګرۍ په ضد روان جنګ كښې د دواړو هېوادونو په شريكو هڅو خبرې وكړې