د سعودي عرب لخوا د موصل په خوشې كولو عراقي حكومت ته مباركي

ریاض ۔ 15 جولائی (اے پی پی) سعودی عربستان د عراقي حكومت لخوا د موصل خوشې كولو ستائنه كړې۔ د نړيوالو ابلاغ ذريعو ترمخه د سعودي خارجه وزارت خپل بيان كښې عراقي حكومت سره د يو والي څرګندونه كړې۔ بيان كښې موصل د داعش قبضې څخه په خوشې كولو عراقي حكومت ته مباركي وركولو سره دا وئيلي شوي چې سعودی عربستان د ترهګرۍ ختمولو له عراق سره ولاړ دے۔ بلخوا عراق څخه د ترلاسه شويو راپورونو ترمخه په ځينې ځايونو كښې تر دې دمه د داعش جنګيالو او عراقي ځواكونو ترمينځه نښتې روانې دي۔