د سری لنکا او هند ترمينځه وړومبې ټيسټ به (نن) پيل كېږي

ګال 25 جولائی (اے پی پی) سری لنکا او هند كركټ ډلو ترمينځه په درې ميچونو مشتمل ټيسټ سيريز به (نن) د شورو په ورځ ګال كښې پيل كېږي۔ تفصیلات له مخې د هند كركټ ډله دا مهال د سری لنکا په دوره ده چرته به چې هغوي درې ټيسټ ، 5 ون ډے او يو ټي ټونټي میچ کوي۔ د دواړه ډلو ترمينځه د سیریز وړومبې ټيسټ به په 26 جولائی ګال انټرنېشنل سټيډيم كښې پيل كېږي۔ دويم به د 3 نه تر 7 اګست کولمبو كښې او دريم به د 12 نه تر 16 اګست پالے کیلی كښې كولې شي۔ د دواړه ډلو ترمينځه د ون ډے سیریز وړومبې ميچ به په 20 اګست، دويم به په 24 اګست، دريم به په 27 اګست، څلوم به په 31 اګست دغسې پنځم به په 3 ستمبر کولې شي۔ په دورہ كښې شامل يو ټي ټونټي ميچ به په 6 ستمبر کولمبو كښې كولې شي