د سري لنکا او هند ترمېنځه وړومبې ټېسټ به د جولائي په 26مه نيټه پېل كېږي

ګال 19 جولائي (اے پی پی) د سري لنکا او هند د كركټ لوبډلو ترمېنځه د درې ټېسټ مېچونو وړومبې ټېسټ به د جولائي په 26مه نيټه په ګال كښې پېل كېږي۔ د تفصيلاتو له مخې د هند كركټ لوبډله به د سري لنكا خپلې دورې په مهال درې ټسېټ ٬ 5 ون ډے او يو ټي ټوئنټي مېچونه كوي۔ دوېم ټېسټ به د 3 نه تر 7 اګست په كولمبو كښې او دغسې آخري ټېسټ به د 12م نه تر 16م اګست په پالې كيلي كښې كېږي۔ د دواړو لوبډلو تر مېنڼځه د ون ډے سېريز وړومبې مېچ به په شلم٬ دوېم په 24م او درېم به په 27م اګست او دغسې څلورم به په 31م اګست او آخري ون ډے به په 3 ستمبر كېږي۔ په دوره كښې شامل يو ټي ټوئنټي به په 6م ستمبر په كولمبو كښې كولې شي