د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق كاركنانو ته وېنا

لاهور 01 جولائي (اے پي پي﴾ د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي چې تورونه لګولو سره مونږ څوك د سياست نه بهر كولې نه شي٬ كه په غېر فطري طريقه د ويستلو هڅه وكړې شوه نو مونږ به راتلونكو ټاكنو كښې زيات اكثريت سره بېرته راځو٬ په دې كښې شك نشته چې سي پېك دښمنان نه خوښوي٬ عمران خان مونږ ګنده كولو سره پخپله ګنده شو٬ كه زمونږ د غورځولو هڅه وكړې نو پخپله به هم پرېوځې او ستا وار به هم رانه شي۔ په خپله انتخابي حلقه كښې د كاركنانو غونډې ته په خپله وېنا كښې خواجه سعد رفيق ووئيل چې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ مشرانو د عدليې بحالې لپاره لانګ مارچ كړے و٬ نواز شريف د اولس د خواهش احترام كولو سره د اولس ملګرې شو٬ كله چې نواز شريف د هېواد د پرمختګ هڅه وكړه نو په ده تورونه ولګېدل٬ حكومتونه مات كړے شول٬ د احتساب نعره ولګول شوه۔ د شوكې تورونه ولګول شول او قيصه ختمه كړې شوه۔ ده ووئيل چې مونږ مركزي حكومت ته د الله نه پس د اولس په خوښه راغلي يو خو زمونږ حكومت كار ته پرې نه ښودل شو٬ وړومبې د درغلې ډنډورې وهل شوې٬ اسلام آباد بند كړې شو او په دستور لار قبرونه وكنستل شول۔ په اجمتاعي توګه ووئيل شول چې پارلمان غل دے٬ مونږ طاقت ونه كارولو۔ ده ووئيل چې په دې موقع د جنرال راحيل شريف د كردار ستائنه نه كول به ناانصافي وي۔ خلقو چغې ووهلې خو د اېمپائر ګوته پورته نه شوه۔ خواجه سعد رفيق ووئيل چې تورونه لګولو سره مونږ څوك د سياست نه بهر كولې نه شي٬ كه په غېر فطري طريقه د ويستلو هڅه وكړې شوه نو مونږ به راتلونكو ټاكنو كښې زيات اكثريت سره بېرته راځو٬ په دې كښې شك نشته چې سي پېك دښمنان نه خوښوي٬ عمران خان مونږ ګنده كولو سره پخپله ګنده شو٬ كه زمونږ د غورځولو هڅه وكړې نو پخپله به هم پرېوځې او ستا وار به هم رانه شي۔