د دې خبرې ناقابل ترديد شواهد موجود دي چې زمونږ ختيز ګاونډي هېواد په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ او ترهه ګرو مالي مرسته كوي

اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي)خارجه دفتر وئېلي دي چې د دې خبرې ناقابل ترديد شواهد موجود دي چې زمونږ ختيز ګاونډي هېواد په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ او ترهه ګرو مالي مرسته كوي او د پاكستان په ضد خپله او د نورو هېوادونو خاوره كاروي٬د افغان امنيتي ځواكونو لخوا د عملياتو په نتيجه كښې د پاكستان سفارتي عملې په حفاظت سره په خوشې كېدو خوشحاله يو۔په پاكستان تورونه لګول د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره هڅو ته زيان رسونكي دي۔پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لويې ځاني او مالي قربانۍ وركړی دي۔په مقبوضه كشمير كښې هندي ظلمونه او د بشري حقونو خلاف ورزۍ د ملګرو ملتونو پشمول په نړيواله كچه په ډاګه كوو۔دا خبرې د خارجه دفتر وياند محمد نفيس ذكريا د زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ پھ مهال د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې وكړې۔وياند د مدرسو زده كونكي پھ افغانستان كښې وران كارۍ لپاره د كارولو پھ اړه د افغان دولت تورنه رد كړل او وې وئېل چې پاكستان افغانستان سره د تعليم په څانګه كښې پھ مرسته كښې ځانګړی كردار لري٬ 50 زره افغان زده كونكو د پاكستان په تعليمي ادارو كښې لوړ زده كړی دي كوم چې اوس پھ خپل هېواد كښې نوكرۍ كوي۔د دريو زرو نه زياتو افغان زده كونكو د پاكستان په سكالرشپ دلته زده كړې دي او د پاكستان حكومت نورو درې زره افغان زده كونكو لپاره د پاكستان په تعليمي ادارو كښې د سكالرشپ وركولو اعلان كړې۔وياند ووئيل چې پھ مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو څخه سرغړونې روانې دي٬د تېرو 70 كلونو په مهال د لاكهونو په شمېر كشميريان شهيدان كړی شوي دي۔د هندي ظلم اوسنۍ لړۍ پھ تاريخ كښې تر ټولو اوږده لړۍ ده۔د دې ظلمونو د لارې د آزادۍ د تحريك تر پښو لاندې كولو هڅې كېږي۔وياند ووئيل چې وزيراعظم محمد نواز شريف د فيلټ ګڼ په نتيجه كښې د نابينه شويو ځپليو كشميريانو په پاكستان يا د اروپاﺀ په روغتونونو كښې د معالجې كولو وړاندې كړی وو خو هند دا وړاندېز هم رد كړې۔دهو ووئيل چې زمونږ وړاندېز لا اوس هم په ځاې دې