د داخله وزير چوهدري نثار علي خان د پنجاب اعلٰی وزير محمد شهباز شريف سره تېلې فونې تماس

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) داخله وزير چوهدري نثار علي خان د پنجاب اعلٰی وزير محمد شهباز شريف سره تماس نيولې او په لاهور كښې په قيمتي ځاني زيان ئې د غم دړد څرګندونه كړی ده ۔د ګل په ورځ د كورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان د لاهور چاودنې غندنه كولو سره د پنجاب اعلٰی وزير ته د پیښې پلټنې او د مړو كسانو د شناخت په لړ كښې د وفاقي ادارو د اړخه د هر ډول مرستې باور وركړې