اسلام آباد 13 جولائی (اے پي پي)پايه تخت اسلام آباد كښې د سمندر پورې غاړه پاكستانيانو لپاره د نوي رهائشي سېكټر پرمختګ په اړه غونډه د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د كېډ دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري٬د كېډ سېكتر٬د خزانې سېكتر٬د اسلام آباد ميئر او نورو اړوند چارواكو ګډون وكړو۔ د خزانې وزير اسحاق ډار په خپل بجټ تقرير كښې د سمندر پورې غاړه پاكستانيانو لپاره د رهائشي سېكټر جوړولو اعلان كړې وو۔په دې اړه د سي ډي اے لخوا د منصوبې په اړه بشپړ پريزنټېشن وركړې شو او وئېلې شو چې دې سېكټر كښې به ټولې آسانۍ ترلاسه وي۔د سېكټر لپاره زمكه ترلاسه كړې شوې۔ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډر په دې موقع ووئيل چې سمندرې پورې غاړه پاكستانيان پاكستان كښې سرمايه كارۍ كښې خوښي لري او حكومت هغوي ته بېلو څانګو كښې د محفوظ او ګټورې سرمايه كارۍ موقعې وركولو لپاره لوظي دې۔ده سي ډي اے ته هدايت كړی چې په دې پروژه دې پرمختيائي كار په تندۍ سره بشپړ كړې شي۔ په دې لړ كښې به حكومت بشپړه مرسته كوي