د تركيې ازمېر ښار سره نزدې د كډوالو د كشتې ډوبېدو په پېښه كښې 7 كسان مړه شوي دي

انقره 29 جولائي (اے پی پی﴾ د تركيې ازمېر ښار سره نزدې د كډوالو د كشتې ډوبېدو په پېښه كښې 7 كسان مړه شوي دي۔ د تركيې ځائي مېډيا له مخې دې كډوالو د سمندر د لارې يونان ته د تللو هڅه كوله۔ د چارواكو له مخې په مړو كسانو كښې 5 ماشومان هم شامل دي۔ څه كسان بې دركه شوي هم دي او د لټون كار ئې روان دے۔