د بي آئي اېس پي چيئرپرسن ماروي مېمن د مومند ايجنسۍ دوره٬د نوې سروے د پېشرفت جاج ئې واخست

APP56-25 MOHMAND AGENCY: July 25 - Chairperson BISP, MNA Marvi Memon addressing the participants after BISP Survey in Lower Mohmand Agency. APP

پیښور 25 جولائی (اے پی پی)د بي آئي اېس پي دوهمې چيئرپرسن٬ او د قامي اسمبلۍ غړې ماروي مېمن د مومند ايجنسۍ دوره وكړه چرته چې هغې د بي آئي اېس پي لخوا د شوې نوې سروے پېشرفت جاج واخست۔چيئرپرسن د كور كور سروے كونكو ډلو څارنه وكړه او اسسټنټ پولټيكل ايجنټ نويد اكبر او د سيمې مشرانو سره ئې ملاقاتونه وكړل۔ دې ملاقاتونو كښې مېروي ممېن اېن اېس اي آر اهميت رامخې ته كړو۔چيئرپرسن مومند ايجنسۍ كښې د بي آئي اېس پي سروے د كاركردګۍ په اړه هم خبر كړې شوه۔پھ دې موقع خبرو كښې د بي آئي اېس پي چيئرپرسن ماروي مېمن ووئيل بي آئي اېس پي د 100 فيصده كورونو سروے كوي او دا خبره به باوري كولې شي چې د سروے پھ مهال به كومه هم كورنۍ د سروے څخه پاتې نه شي۔دې ووئيل چې د وزيراعظم”حق حقدار”عزم پوره كولو سره تر هغه وخت سروے جاري ساتلې شي تر څو چې د ټولو كورونو سروے نه وي شوې او مستحق ته د هغه حق نه وي ترلاسه شوې۔د بي آئي اېس پي چيئرپرسن ووئيل چې په اپرېل 2017 كښې په مومند ايجنسۍ كښې پیل كړې شوې سروے كښې د 109 فيصد متوقع كورونو سروے شوې۔تراوسه په مومند ايجنسۍ كښې د متوقع 48825 كورونو نه علاوه 53520 كورونو سروے شوې۔ابتدائي مرحله په آخري پړاؤ كښې ده ځكه چې ګرد هېواد كښې متوقع 2988109 كورونو كښې د 2380247 كورونو سروے شوې ده۔چيئرپرسن سروے ډلو ته په امنيت وركولو د پاكستان آرمي مننه وكړه۔دې ووئيل چې د وزيراعظم په مشرۍ او د اولس او امنيتي ځواكونو لخوا وركړې شويو قربانو په نتيجه كښې د هېواد د امن وضعه ښه شوې