د انګلستان او سوئيلي افريقې ترمېنځه دريم ټېسټ مېچ به ﴿نن﴾ پېل كېږي

لندن 26 جولائي (اے پي پي) د انګلستان او سوئيلي افريقې د كركټ لوبډلو ترمېنځه دريم ټېسټ مېچ به ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ په اوول٬ لندن كښې پېل كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د څلورو مېچونو دا سېريز يو په يو برابر دے۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز څلورم او وروستې مېچ به د اګست په 8مه نېټه په مانچسټر كښې پېل كېږي۔