د اسرائيل او فلسطين د مذاكراتو بنياد بايد د مېنځني ختيز دوه رياستي حل وي

پېرس 17 جولائي (اے پي پي) د فرانس اولس مشر ايمانوئل ماكرون وئيلي دي چې په مېنځني ختيز كښې دې د امن عمل بحال كړے شي۔ د المانې مېډيا له مخې د اسرائيل وزيراعظم بېنجمن نتېن ياهو سره د ملاقات كولو نه پس په پېرس كښې خبريالانو سره په خبرو كښې اولس مشر ماكرون ووئيل چې د اسرائيل او فلسطين د مذاكراتو بنياد بايد د مېنځني ختيز دوه رياستي حل وي۔ ده ووئيل چې بايد اسرائيليان او فلسطينيان په خپلو كښې په امن سره ژوند تېر كړي۔ ده هيله څرګنده كړه چې د مذاكراتو د بحالې هڅې به كاميابې شي