د اسحاق ډار په مشرۍ كښې د اېكنك غونډه

اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي)د قامي اقتصادي كونسل د انتظامي كمېټۍ (اېكنك) د اربونو روپو ماليت د بېلا بېلو پرمختياېي منصوبو منظوري وركړې ۔ د اېكنك غونډه د شورو په ورځ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې د 5 اربه 77 كروړه 50 لكهه روپو په لګښت اقتصادي نمو لپاره د پنجاب ټوورازم پراجېكټ منظوري وركړې شوه ۔ اېكنك د 21 اربه 4 كروړه روپو په لګښت د كاريك كورېډرو ډوېلپمنټ انوېسټمنټ پروګرام هم منظوري وركړه چې مقصد ئې سندھ او خېبر پښتونخوا كښې د اېن 44 د 208 كلوميټر 3 سترو لارو بحالي او ډبل كول دي۔ د دې نه علاوه د 7 كروړه 98 لكه روپو په لګښت د سوهاوه چكوال سړك د منصوبي هم منظوري وركړې شوه۔ دغسې په رحيم يار خان او راجن پور كښې په سندھ درياب د شهيد بېنظير بهټو پل تړلو منصوبي هم منظوري اخستې شوې او په دې منصوبه به نزدې 9 اربه 30 كروړه 41 لكه روپۍ مصرف كولې شي۔ اېكنك د سېهون نه تر سمندر رائټ بنك آٶټ فال ډرېن كښې د پراختيا د منصوبې هم منظوري وركړه ۔ د جامشورو ټهټهه ضلعو كښې په دې منصوبو د لګښت اندازه 61.985 اربه روپۍ لګولې شوې ده۔ په غونډه كښې د 17 اربه 50 كروړه 50 لكه روپو په لګښت د لوئر انډس رائټ بنك اېريكګېشن اېنډ ډرېنج پراجيكت هم منظوري وركړې شوه۔ دغسې په بلوچستان كښې په نصيرآباد او جعفر آباد كښې او په سندھ كښې په جېكب آباد قمبر او شداد كوټ كښې د لس اربه 80 كروړه 45 لكه روپو په لګښت د آر بي او ډي III منصوبې هم منظوري وركړې شوې