د احتساب قومي بيور چيئرمېن قمرزمان چوهدري د اوپن ګورنمنټ پارټنرشپ پلاوي سره د نېب په مركزي دفتر كښې د ملاقات په مهال خبرې

اسلام آباد 29 جولائي (اے پی پی﴾ د احتساب قومي بيور چيئرمېن قمرزمان چوهدري وئيلي دي چې بدعنواني د ټولو بدو كارونو جرړه ده٬ د احتساب قومي بيورو د ټولنې څخه د بدعنوانې خاتمې او د سپېځلتيا ودې لپاره پوخ عزم لري٬ نېب د بدعنوانې د خاتمې ذمه وارې د قومي فرض په توګه ترسره كوي۔ ده دا خبرې د اوپن ګورنمنټ پارټنرشپ چيف اېګزېكټو آفيسر جوزف پاؤل په مشرې كښې پلاوي سره د نېب په مركزي دفتر كښې د ملاقات په مهال په خبرو كښې وكړې۔ د نېب لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د نېب چيئرمېن ته ووئيل شول چې او پي جي ګڼ اړخيزه شراكتي فورم دے كوم چې د حكومتونو په كاركردګې كښې د سپېځلتيا٬ احتساب او د وګړو د ذمه وارې احساس ودې لپاره فعاله كار كوي او د دې بنيادي مقصد د خدماتو معيار ښه كول او غربت ختمول دي۔ د پلاوي مشر ووئيل چې او جي پي په ستمبر كال 2011م كښې جوړ كړے شوے او اوس ئې نمائندګي سلګونو ته رسېدلې۔ په دې موقع د نېب چيئرمېن ووئيل چې بدعنواني د ټولو بدو كارونو مور ده٬ ځكه چې دې سره اقتصادي پرمختګ ځپل كېږي٬ ده ووئيل چې نېب د هېواد څخه بدعنواني ختمولو لپاره د ملګرو ملتونو د منشور له مخې پوخ عزم لري۔ ده ووئيل چې نېب تر اوسه په غلطو ذريعو ګټل شوې 287 اربه روپې په قومي خزانه كښې جمع كړې دي كومه چې د نېب لويه كاميابي ده۔ ده ووئيل چې د خوداحتسابي د پروګرام له مخې جامع اصول وضع كړے شوي دي۔ ده ووئيل چې ټرانسپرنسي انټرنېشنل د كال 2016م په راپور كښې د پاكستان په انډېكس كښې 9 درې بهتري ښودلې او د بدعنوانې خاتمې په اړه پاكستان د سوئيلي اسيا هېوادونو لپاره د رول ماډل حېثيت لري۔ د دې نه علاوه يو شمېر قومي او نړيوالې ادارې هم د نېب د كاركردګۍ ستائنه كوي۔ د پلاوي مشر د نېب چيئرمېن په مشرې كښې د ادارې كاركردګي وستائيله۔