اولس مشر عبد الله يامين د وزیراعظم محمد نوازشریف تود هركلے وكړو

APP77-25 MALE: July 25 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif and President of Maldives H.E. Abdullah Yameen Abdul Gayoom standing in respect while National Anthems of both the countries are played at President's Office. APP

مالے ۔ 25 جولائی (اے پی پی) د وزیراعظم محمد نوازشریف په درناوي كښې د نهې په ورځ ايوان صدر كښې د استقباليې دستوره وشوه څوك چې د مالديپ د 52 مې آزادۍ ورځې دستورو كښې ګډون كولو له د اولس مشر عبداللہ یامین عبدالقیوم په بلنه د مالديپ په درې ورځنۍ سركاري دوره دے۔ صدارتي دفتر ته په راتګ اولس مشر عبداللہ یامین وزیراعظم محمد نوازشریف ته تود هركلې ووې۔ په دې مهال وزيراعظم ته د 7 توپو سلامي وړاندې كړې شوه۔ د پاكستان او مالديپ قامي سرودونه وغږولې شول۔ د مالدیپ وسله والو ځواكونو يوې چمتو ډلې وزيراعظم ته سلامي وړاندې كړه۔ وزیراعظم د ګارډ آف آنر معائنه هم وكړه۔ په دې مهال وزیراعظم د مالديپ اولس مشر سره د خپل پلاوې غړي او د مالديپ اولس مشر عبد الله يامين د خپلې كابين غړي وزيراعظم سره معارفي كړل۔ دې نه وړاندې كله چې وزيراعظم وېلانا انټرنېشنل ایئر پورټ ته ورسېد نو اولس مشر عبداللہ یامین عبدالقیوم او اولنۍ مېرمنې ده ته هركلې ووې۔ بېګم کلثوم نواز او خارجه چارو لپاره د وزیراعظم سلاكار سرتاج عزیز هم وزيراعظم سره دے۔ دوه ماشومانو وزيراعظم او د ده كورودانې ته ګلدستې وړاندې كړې۔ د مالديپ دفاعي ځواكونو يو ډلې وزيراعظم ته سلامي وړاندې كړه