امريكائي اولس مشر به راتلونكې كال د برتانيه دوره كوي

لندن 11 جولائی (اے پی پی)د امريكا اولس مشر به راتلونكې كال د برتانيې دوره كوي۔ د برتانيې د خپرونو ادارې راپور له مخې هغه ته د دې دورې بلنه د برطانيې ملكه ايلزبت وركړې وه كومه چې هغه قبوله كړې خو د دې څخه وروستو د امريكې اولس مشر لخوا د دې اندېښنې څرګندونه شوې چې د دې دورې پھ موقع به پھ برتانيه كښې په لويه پیمانه احتجاجي مظاهرې كېږي۔ د دې اندېښنې سوب پټېشن وو چې د امريكې اولس مشر ته د برتانيې دورې بلنه نه وركولو غوښتنه وه او په دې 20 لكه كسانو لاس ليك كړې۔ د دې پټېشن نه وروستو د برتانيې سياسي مشرانو هم د امريكې اولس مشر ته د برتانيې دورې بلنې مخالفت كړی۔ د راپور له مخې اوس پھ دې معامله پېشرفت شوې او د دواړو هېوادونو چارواكو د دورې تفصيلاتو پرېكړه كوي