آذربائيجان به د پاكستان څخه 10 سپر مشتاق الوتكې اخلي٬ د دواړو هېوادونو اړوند چارواكو لوظنامه لاسليك كړه

اسلام آباد 30 جولائي (اے پی پی﴾ آذربائيجان به د پاكستان څخه 10 سپر مشتاق الوتكې اخلي او په دې لړ كښې د دواړو هېوادونو اړوند چارواكو لوظنامه لاسليك كړې۔ د اتوار په ورځ جاري شوي بيان له مخې د پاكستان اېروناټيكل كمپلېكس كامره چيئرمېن ائير مارشل ارشد ملك او د آذربائيجان د ائيرفورس كمانډر لېفنټېننټ جنرال رميض طاهروف په آذربائيجان كښې دا لوظنامه لاسليك كړې۔ د دې لوظنامې له مخې آذربائيجان به د پاكستان څخه 10 سپر مشتاق الوتكې اخلي او پاكستان به ئې په دې لړ كښې تېكنيكي مرسته كوي۔