کھوکھر میرا ته نزدې د درې ګاډو يو بل سره ټكر كېدو پېښه – 11 كسان سخت ژوبل

اېبټ آباد۔ 6 جون (اے پی پی) اېبټ آباد كښې د شاهره رېشم په غاړه كھوكھر ميرا ته نزدې د درې ګاډو يو بل سره ټكر كېدو پېښې په نتيجه كښې 11 تنه سخت ژوبل شوي دي۔ ژوبل شوي كسان حوېلياں روغتون ته رسولې شوي دي۔ د پوليس ذريعو ترمخه د ګل په شپه كھوكھر ميرا ته نزدې ددوه كېري ډبو او يو موټر ترمينځھ د ټكر پېښې په نتيجه كښې 11 تنه سخت ژوبل شول۔ ځائي كسانو او پوليس په سمدستي توګه ژوبل شوي حوېلياں روغتون ته ورسول چرته چې ددوئي حالت خطر څخه بهر ښودلې شوې۔ پولیس مقدمه درج كولو سره د پېښې په اړه پلټنې پېل كړې۔