چيمپئنز ټرافي كركټ مېچ كښې سرفراز احمد په اولني ځل د سري لنكا په ضد كپتاني كوي

لاهور۔11 جون (اے پی پی ) د پاكستان او سري لنكا ترمينځھ نن د ګل په ورځ كېدونكي چيمپئنز ټرافي مېچ كښې سرفراز احمد په اولني ځل د سري لنكا په ضد كپتاني كوي۔ د سری لنکا په ضد عمران خان تر ټولو كامياب كپتان پاتے شوے۔ قامي كركټ لوبډلې د سري لنكا په ضد د عمران خان په مشرۍ كښې تر ټولو زيات 26 مېچونه كړي كومو كښې چې پاكستان 21 ګټلې او 4 كښې ئې ماتې خوړلې۔ دمصباح الحق په مشرۍ كښې 21 مېچونه شوي كومو كښې چې پاكستان 10 ګټلې او په 10 كښې ورته ماتې شوې۔ يو مېچ د كومې نتيجې نه غېر ختم شوې۔