پاکستان به د شنګھائی مرستې تنظیم بشپره غړي په حیث سيمه ايز امن ، رابطو او اقتصادی سوكالي، د تنظیم اجتماعی مقصدونه ترلاسه كولو له هلې ځلې كوي۔وزیراعظم محمد نواز شریف

آستانه 09 جون (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي پاکستان د شنګھائی مرستې تنظیم بشپره غړي په حیث سيمه ايز امن ، رابطو او اقتصادی سوكالي، د تنظیم اجتماعی مقصدونه ترلاسه كولو له به هلې ځلې كوي ، پاکستان د امناكه ګاونډيتوب په وژن عمل كوي٬ د ترهه ګرۍ او انتهاء خوښۍ به كاميابۍ سره مخنيوې كولې شي۔ ده دا خبره د جمعې په روځ د اېس سی او مشرانو كونسل غونډې ته په خپل خطاب کښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان د امناكه ګاونډيتوب په پالیسۍ عمل كوي۔ ده نوي نسل لپاره امن او همغږۍ ته ودې وركولو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل اېس سی او د نړيوال بدلونونو په تناظر كښې د سيمه ايز پرمختګ او سوكالۍ لپاره ښه كردار ترسره كړي۔ وزیراعظم ووئيل ایس سی او غړو هېوادونو له د سوكالۍ او رابطو ودې او د انتهاء خوښۍ ، ترھھ ګرۍ ، غريبۍ ختمولو ، بې روزګارۍ ختمولو سره سره موسمیاتی بدلون او د اوبو تحفظ له يو ډول پلیټ فارم وركړې دے۔ ده ووئيل پاکستان د تره هګرۍ او انتهاء خوښۍ کامیابۍ سره مخنيوي كوي۔ حکومت د هېواد معشیت بحال کړې دے۔ يو ډول سوكالۍ له د اېس سی او مقاصد د پاکستان بنیادی اقدار سره همغږي لري۔ ده ووئيل پاکستان په پاك چین اقتصادی راهدارۍ تندۍ سره عمل كوي كومه چې د’’يو پټی يوې سترې لارې ‘‘(ون بیلټ ون روډ) اقدام فلیك شپ پروژه ده۔ ده ووئيل دې سره به ټولو غړو هېوادونو ته ګټه وشي۔ وزیراعظم هند له د پاکستان سره د اېس سی او په بشپره غړي جوړيدو مبارکي وركولو سره ووئيل دا د پاکستان لپاره او اېس سی او غړو لپاره يوه تاریخی ورځ ده۔ وزیراعظم د تنظیم بشپړه غړي جوړيدو له د پاکستان په ملاتړ كولو د چین او ر وس پشمول د غړو او نورو هېوادونو مننه وكړه۔ ده ووئيل ده ووئيل پاکستان د اېس سی او نظام څخه نا واقفه نه دې بلکې د مشرانو په غونډه كښې ګډون او په بيل فورمز په ګډه كار كولو رابطې جوړې كړي۔ ده ووئيل پاکستان د بدليدونكې شوي نړيوال چاپيرچل كښې د غړو هېوادونو څخه د استفادې كولو خوښي لري۔ د مشرانو په غونډه كښې د قزاقستان اولس مشر نور سلطان نذر بائیوف، د چین اولس مشر شی جن پنګ ، د کرغزستان اولس مشر الماس بیګ اتام بائیوف، د روس اولس مشر ولادی میر پیوټن، د تاجکستان اولس مشر امام علی رحمانوف، د ازبکستان اولس مشر شوکت مرزوف، د افغانستان اولس مشر اشرف غنی، د بیلارس اولس مشر الیګزینډر لوکا شینکو، د منګولیا اولس مشر تاخیاجن البګدورج او د هند وزیراعظم نریندر مودی هم موجود وو