پاكستان لخوا لندن كښی د ترهه ګرۍ بريدونو په سختو ټكو كښې غندنه

اسلام آباد ۔ 4 جون (اے پی پی) پاكستان د برطانيې پلازمينه لندن كښې د ترهګرۍ بريد په سختو ټكو كښې غندنه كړې د كوم په نتيجه كښې چې 6 تنه مړه او يو شمېر نور ژوبل شوي وو۔ د خارجه دفتر وياند د اتوار په ورځ جاري كړي خپل بيان كښې وئيلي چې د ترهه ګرۍ دا بريدونه په انساني اقدارو د بريدونو په ډول دي او په هره توګه د غندنې وړ دي۔ ده ووئيل پاكستانې حكومت او اولس د برطانيې حكومت او اولس سره د غم دړد او خواخوږۍ څرګندونه كوي۔ ده د بريد په نتيجه كښې د وژل شويو كسانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه او د ژوبل شويو زر روغتيا له ئې دعا وكړه۔ وياند ووئيل د غم او دړد په دې سخت وخت كښې د پاكستان حكومت او اولس د برطانيې حكومت او اولس سره دي۔ وياند ووئيل ترهګري يو نړيوال عفريت او شريك چېلنج دے كوم چې پرله پسې هڅو او شريكې مرستې مرستې سره ختمېدې شي۔