هند كښې د بېلتون غوښتونكو او پوليسو ترمينځه نښته كښې څلور تنه مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي

نوې ډېلۍ 20 جون (اے پي پي) په هند كښې د دارجلنګ بېلتون غوښتونكو او پوليسو ترمينځه د نښتې په نتيجه كښې 4 تنه مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔ د هند خبري اژانس له مخې د هند په شمالي ختيز دارجلنګ ښار كښې د خپلواكۍ غوښتنه كونكو مشتعل كسانو د پوليسو ګاډي ته اور ورته كړو او په امنيتي ځواكونو ئې په چاقو سره بريدونه وكړل چې په ځواب كښې يې د پوليسو د ډزو په نتيجه كښې درې كسان او پوليسو ډلې يو غړی مړ او ګڼ شمېر ژوبل شول