سېنېټ د کلبھوشن یادیو د مرګ په عمل درآمد په اړه د انصاف نړيوالې ادارې لخوا په امتناعې پريكړه د بحث كولو تحریك منظور كړو

اسلام آباد 05 جون (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن میا رضا ربانی د کلبھوشن یادیو له د ورګړې شوي مرګ په سزا عمل درآمد په اړه د انصاف نړيوالې ادارې لخوا په امتناعې پريكړه د بحث كولو تحریك منظورولو سره وئيلي په دې معامله به په سېنېټ كښې دوه ساعته بحث كولې شي۔ د ګل پھ ورځ د سېنېټ په غونډه كښې سناتور سراج الحق په دې معامله د خپل اړخه جمع كړې شوي تحریك التواء منظورۍ په حق كښې دلائل وركړل۔ چیئرمېن ووئيل دا معامله مهمه ده۔ په دې به دوه ساعته بحث كولې شي او اټارنی جنرل او د خارجه وزارت چارواكي به په دې معامله خپل دريځ وړاندې كولو رابللې شي