د پاکستان كركټ ډلې د ټاپ رېنکنګ ډلو له ماتې وركولو سره د ښه كاركردګۍ څرګندونه كړې، مریم اورنګزیب

اسلام آباد 14 جون (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب آئی سی سی چیمپئنز ټرافی كښې د انګلېنډ په ضد سیمی فائنل كښې په ښه کامیابۍ قامی ډلې له مبارکي وركړې۔ د شورو په ورځ خپل يو بيان كښې دوهمې وزيرې ووئيل د پاکستان كركټ ډلې د ټاپ رېنکنګ ډلو جنوبی افریقې، سری لنکا او اوس انګلینډ له ماتې وركولو سره د ښه كاكردګۍ څرګندونه كړې۔ دې هيله څرګنده كړه چې پاکستان كركټ ډله به فائنل كښې هم کامیابی ترلاسه كولو سره اولس له د اختر ډالۍ وركړي۔