د وړوكي اختر مياشت ليدلو لپاره د رويت هلال د مركزي كمېټې غونډه به د اتوار په ورځ د جون په 25مه نېټه كېږي

اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) د وړوكي اختر مياشت ليدلو لپاره د رويت هلال د مركزي كمېټې غونډه به د اتوار په ورځ د جون په 25مه نېټه كېږي۔ د غونډې مشري به د كمېټې چيئرمېن مفتي منيب الرحمان كوي۔ د مذهبي چارو وزارت ذريعو له مخې د ځائي او ضلعي كمېټو غونډې به هم په دې ورځ په خپلو اړوند سيمو كښې كېږي