د نيويارك په سړكونو د ټرمپ په ضد لاريونونه وشول

انقره 16 جون (اے پي پي)د امريكې په نيويارك ښار كښې د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د پالېسو په ضد پھ پراخا پیمانه لاريونونه شوي دي ۔د فرانس خبري اژانس راپور له مخې د امريكې اولس د نيويارك سړكونو ته راوتلې ؤ او د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ څخه يې غوښتنه وكړه چې هغه دې بېرته روسي ته لاړ شي۔مظاهرچيانو په لاسونو كښې داسې بينرې اخستې وې چې پكښې ټرمپ مخاطب شوې ؤ چې روسيې ته لاړ شه ځكه چې هغه ستا ملك او مختار دے۔دا لاريونونه په داسې وخت كښې شوي كله چې د امريكې اولس مشر د انصاف په لار كښې د خنډ پېدا كولو په جرم كښې قانوني چارې سره هم مخ دے۔ډونلډ ټرمپ د خپل ځان په ضد د داسې جالي خبرونو ذمه وار ډيموكرېټ ګوند ګرځولے دے