د قطر په بحران په واشنګټن كښې د مشرانو د كنفرنس په كوم تجويز غور نه كېږي

واشنګټن 16 جون (اے پي پي)د امريكې خارجه وزارت وئېلي دي چې د قطر په بحران په واشنګټن كښې د مشرانو د كنفرنس په كوم تجويز غور نه كېږي۔د الغربيه ټي وي راپور له مخې د امريكې خارجه وزارت پھ خپل يو مختصر بيان كښې وئېلي دي چې امريكا په سوله ايز ډول د خليجي بحران حل غواړي خو د قطر د بحران په اړه د واشنګټن په كوربتوب كښې د مشرانو په كوم كنفرنس غور نه كېږي۔له بلې خوا د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ په ګڼ شمېر بيانونو كښې په قطر د ترهه ګرۍ په ملاتړ كښې پھ پالېسۍ سختې نيوكې كړې دي