د داخله وزير چوهدري نثار علي خان په مشرۍ كښې د اعلی كچې غونډه ٬ چينائي وګړو ته د بزنس او ورك وېزو جاري كولو له شرطونو او غوښتنو ته د بيا كتنې په اړه مهمه پالېسي پرېكړه ۔ چينائي وګړو ته د وېزو جاري كولو په لړ كښې دې ټولې كمۍ لرې كړې شي۔ د داخله وزارت هدايت

اسلام آباد ۔ 21 جون (اے پی پی) داخله وزارت چينائي وګړو ته د بزنس او ورك وېزو جاري كولوله شرطونو او غوښتنو ته د بيا كتنې په اړه مهمه پالېسي پرېكړه كړې چې مقصد ئې د وېزو جاري كولو په عمل كښې سپېځلتيا باوري كول او د پاكستان او چين ترمينځه د وېزه فرېنډلي رجيم په ناوړه توګه د كارولو مخنيوې كول دي۔ دا پرېكړه د شورؤ په ورځ د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان په مشرۍ كښې د لوړې كچې يوه غونډه كښې وشوه۔ غونډه كښې داخله سېكتر ٬ اېډوكېټ جنرل ٬ د نادرا چيئرمېن ٬ د امېګرېشن اېڼد پاسپورټس ډي جي ٬ د خارجه او داخله وزارتونو ډي جي ٬ د اېف آئي اے او دنادرا اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ د داخله وزارت لخوا جاري كړې شوي بيان ترمخه داخله وزات په بېلو وېزہ کېټګریز پاکستان ته راتلونكو چينائي وګړو له د امنيت باوري كولو او چينائي وګړو ته د وېزو جاري كولو عمل رېګولېټ كولو او د دې لا ښه كولو په لړ كښې دا مهمه پرېكړه كړې۔ غونډه كښې پرېكړه وشوه چې سباؤن كښې به چينائي وګړو ته بزنس وېزې او آمد وېزې به چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری څخه په تصديق شوي انویټېشن او اسائنمنټ لېټر او کمرشل اتاشی او نورو پاكستاني اړوند چارواكو كوم چې بهر هېوادونو كښې د هېواد كاروباري هلې ځلې زياتولو له تعينات دي په خط جاري كولې شي۔ غونډه كښې بزنس وېزو كښې د پراختيا وركولو عمل ريګولېټ كولو هم پرېكړه وكړې شوه۔
غونډه كښې دا پرېكړه هم وكړې شوه چې راروانو بزنس وېزو كښې د پراختيا په اړه د ټولو كېسونو پرېكړه به امېګرېشن اېنډ پاسپورټس هېډ کوارټرز اسلام آباد كښې كولې شي۔ دا هم پرېكړه وكړې شوه چې د بهر هېوادونو پاكستاني سفارتونو او مشنونو ته د زيات نه زيات د يو كال ملټی پل انټری ورک وېزہ جاری كولو اختيار به وركړې شي۔ داخله وزير نادرا ته هدايت وكړو چې پاكستان كښې د مېشته چينائي وګړوكوائف مرتب كولو كار تند كړي دغسې چې د چينائي وګړو سلامتيا باوري كولو له امنيتي ايجنسو ته دا كوائف وركړې شي