د خزانې وزير سره د برتانيې لنډ مهاله هائي كمشنر رچرډ كراٶډر وليدل

APP22-29 ISLAMABAD: June 29 - Acting British High Commissioner, Richard Crowder calling on Finance Minister, Senator Mohammad Ishaq Dar. APP

اسلام آباد 29 جون (اے پی پی) د خزانې وزير سناتور اسحق ډار سره د برتانيې لنډ مهاله هائي كمشنر رچرډ كراٶډر د زيارت په ورځ ليدلي دي ۔ په دې موقع رچرډ كراٶډر سره خپلو خبرو كښې سناتور اسحق ډار ووئيل د معاشي استحكام نه پس حكومت اوس لوړې٬ ښې او ګڼ اړخيزې اقتصادي نمو ته پام ګرځولې دې ۔ ده ووئيل پاكستان برتانيې سره دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو او اقتصادي مرستې ته پراختيا وركولو لپاره د برتانيې حكومت سره په ګډه كار كول غواړي ۔ لنډ مهاله هائي كمشنر د خزانې وزير د جولائي په لسمه او يوولسمه نيټه لندن كښې د ډي اېف آئي ډي په كوربتوب كښې د كېدونكې فېملي پلاننګ سمټ پحقله خبر كړو