د ایران او پاکستان ترمينځه دوه اړخيزه تجارت يو ارب ډالرو څخه زيات شوې

اسلام آباد 16 جون (اے پی پی) د تجارت وفاقی وزیر انجینئر خرم دستګیر خان وئيلي دي د تجارت وزارت برآمدات ته په پېښو چیلنجونو قابو موندلو له په زړه پورې كار كوي، د ایران او پاکستان ترمينځه دوه اړخيزه تجارت يو ارب ډالرو څخه زيات شوې او د ټرېډ آفیسرز کارکردګي په سختۍ سره مانیټرنګ كېږي۔ ده دا خبره د وزارت اعلیٰ افسرانو سره د يوې غوندې په مهال وكړه۔د تجارت وزير د وزارت سېکتر ته سپارښتنه وكړه چې د ستراتيجكي ټرېډ پالیسۍ په فرېم ورك كار د روان كال تر آخر بشپړ كړي۔ د وزارت سېكتر د تجارت وزير له بریفنګ وركړو دغسې ده ووئيل د ای کامرس دائرہ کار او جیو ګرافیکل اشاریو لپاره په قانون تندۍ سره كار روان دے او دا كار به د روان كال تر آخر بشپر شي۔ د غوندې په مهال د تجارت وزير ته دا هم ووئيلي شول چې تجارت كښې زياتوالې له اقدامات شوي او د پاکستان او ایران ترمينځه دوه اړخيزه تجارت يو ارب ډالر څخه زيات شوې۔ وفاقی وزیر د تجارت سېكتر ته د پاکستان برانډنګ كمپائن پيل كولو سپارښتنې سره ووئيل د پاکستان انسټی ټیوټ آف ټرېډ اینډ ډویلپمنټ ودانۍ پرانسته دې باوري كړې شي۔