د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ لخوا د سفر بندېزونو سره به ترهګري لا زياته شي۔ د اېران خارجه وزير

برلن 28 جون (اے پي پي) د اېران خارجه جواد ظريف وئيلي دي چې د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ لخوا د سفر بندېزونو سره به ترهګري لا زياته شي۔ د نړيوالې مېډيا له مخې په برلن كښې د المان خارجه وزير سره د ملاقات په مهال د اېران خارجه وزير ووئيل چې د امريكې لخوا د سفر بندېزونه د ټولو نه لويه ډالې ده كومه چې امريكې ترهګرو ته وركولې شوه۔ ده ووئيل چې شدت خوښې ډلې به مسلمانانو سره دا امتيازي سلوك نوې بهرتې لپاره د دليل په توګه وړاندې كړي۔ د يادونې وړ ده چې هغه هېوادونه چې د امريكې د سفر بندېزونه سره مخ دي٬ اېران پكښې هم شامل دے۔