جدہ 18 جون (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن د مکې الصفاء پیلس كښې د سعودی عرب فرمان رواء او خادم الحرمېن الشریفین شاہ سلمان بن عبدالعزیز سره وليدل۔ شاہ سلمان بن عبدالعزیز د اولس مشر او د هغه د پلاوي په اعزاز كښې د روژه ماتې اهمتام کړې وو۔ په دې موقع دوي د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو خرګندونه وكړه۔ اولس مشر ووئيل پاکستان اوسعودی عرب خپلو كښې نزدې اړيكې لري او ټول پاکستانیانو په زړونو كښې د سعودی عرب لپاره خاص مقام لري۔ اولس مشر د حرمېن شریفېن زیارت له راغليو عمره كونكو او حج کونكو له په اسانيو وركولو د شاہ سلمان بن عبدالعزیز هڅې وستائلې۔ دې نه پس اولس مشر او د هغه پلاوې د کمرشمل پرواز د لارې سعودی عرب څخه هېواد ته راستانه شو۔ د جدہ ګورنر شهزادہ مشال بن ماجد بن عبدالعزیز، د جدې مئیر ډاکټر هانی بن محمد ابو رئیس او نورو چارواكو اولس مشر او د هغه پلاوي ته په مخه ښه وئيلو۔