اسلام آباد 09 جون (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره ازبكستان لپاره نومولې سفير ډاكټر عرفان يوسف شامي په پارلېمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے چې پكښې د پاك۔ازبك اړيكو او شريكې خوښو په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د ازبكستان لپاره نومولې سفير سره په خبرو كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل پاكستان ازبكستان سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او پارلماني او تجارتي اړيكو سره سره د دواړو هېوادونو اولسي رابطې سره اړيكې لا مستحكمېدې شي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر د ډاكټر عرفان يوسف شامي سفارتي خذمات ستائنه كولو سره ووئيل ده په ګڼ شمېر هېوادونو كښې د پاكستان د سفير پھ حېث خدمات تر سره كړی او د دواړو هېوادونو ترمينځه يې د پاكستان اړيكې لا مستحكمې كړي۔ده ووئيل هغه دې ازبكستان سره تجارت او سرمايه كارۍ زياتولو لپاره د پاكستان تاجر دوسته پالسو څخه ازېكيان خبر كړې